اوباما ولسمشریزو ټاکنو ته منډې ترړې پیل کړې

ولسمشر اوباما د نومبر ولسمشريزو ټاکنو کې د بيا ټاکل کيدو لپاره خپلې ټاکنېزې منډې ترړې اوهايو او ويرجينا کې له شورماشوره ډکو غونډو سره پيل کړي.

ښاغلي وباما وويل ، ترمشرتابه يې د امريکا متحده ايالتونه د اقتصادي شاته تگ نه اوس د رغيدا پر لوري درومي.

هغه خبردارى ورکړ چې جمهوريت غوښتونکى سيال ميټ رومني به هغو پاليسو ته مخه کړي چې له مخې يې په هيواد کې اقتصادي گډوډي رامنځته شوي وه .

ويرجينا کې د وينا پر مهال ، ښاغلي وباما له خلکو وغوښتل چې ترې ملاتړ وکړي