د پیرو درملنې مرکز کې اورلګېدنې ۱۴ کسان وژلي

د پيرو په پلازمينه ليما کې د درملنې په يوه مرکز کې اورلگيدنې لږترلږه څوارلس کسان وژلي دي.

اور وژونکووويل ، ناروغان له دې کبله ونه توانيدل چې له اوره وتښتي چې د دروازې او کړکۍ تړلي وي .د زړه ناروغي په دغه کلينيک کې د اورلگيدو علت نه دى څرگند شوى .

دا پيرو کې سږکال دويمه دغه ډول غميزه ده چې پيښيږي .

تير جنورۍ ليما کې د درملنې په يوه بل مرکز کې اور نهه ويشت کسان وژلي وو .