سوریه پارلماني ټاکنې کېږي

سوري چارواکي هېواد کې د تاوتريخوالي له دوام سره سره ، نن پارلماني ټاکنې ترسره کوي . ولسمشر بشارالاسد تېرکال ددغو ټاکنو د ترسره کولو ژمنه کړې وه، خو دوه ځلې وځنډېدلې.

دا په تيرو څلويښتو کلونو کې لومړې ټاکنې دي چې د بعث واکمن گوند ته د اکثريت رايو د گټلو ضمانت نه کوي .

خو په همدې حال کې ډيرو مخالفو ډلو له هغو سره د شلون اعلان کړى او هغه يې جعلي ټاکنې بللې دي .