هیلري کلنټن هند ته رسیدلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن هند ته رسیدلې . دا د میرمن کلنټن د آسیایې سفر وروستی تم ځای دی .

هغې دا سفر له لویدیځ بنګال څخه پیل کړ چې تمه ده د همدې ځای پر اعلی وزیرې ممتا بینرجي فشار راوړي چې لا ډیرو بهرنیو پانګونو ته اجازه ورکړي .

آغلې بینرجي د لویو کمپنیو د لاسوهنې پر ضد د هند د کوچنیو سوداګریو دفاع کولو سره ډیر شهرت ګټلی دی .

ټاکل شوې میرمن کلنټن د دوشنبې په ورځ (د می ۷) د اټومې انرژۍ ، اقتصادي اصلاحاتو او له ایران څخه هند ته د تیلو د واردولو په اړه د خبرو لپاره ډهلي ته لاړه شي.