بن کې سلفي مسلمانانو پر پوليسو برید کړی

جرمن چارواکو په بن ښار کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې د سلفي مسلمانانو د یوې ډلې لخوا پر پولیسو برید په کلکه غندلى دى .

په دغه پیښه کې چې د شنبې (د می ۵) په ورځ شوې ۲۹ پولیس افسران ټپیان شوي دي.

دوی د هغې ښي اړخې افراطي ډلې سره لاس او ګریوان شوي چې د اسلام ضد کاریکاتورونه یې ښودل .

چارواکو دغه راز پر یادو شویو افراطیانو هم نیوکه وکړه چې د دوی په وینا په سیستماتیک ډول په جرمني کې د څلور میلیونو مسلمانانو په وړاندي کرکه راپاروي .