خ.شيخ .م محکمه کې له ځواب ورکولو ډډه وکړه

هغه سړى چې د امريکا په متحده ايالتونو کې د سيپټمبر د يوولسمې د بريدونو پر پلانولو تورن دى ، گوانتامو کې د پوځي محکمې پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده .

خالد شيخ محمد او څلور نور تورن کسان د يرغمل نيونې ، ترهگرۍ او په ٢٠٠١ کال نيويارک اوواشنگټن کې د درې زره کسانو د وژلو له تورونو سره مخامخ دي .

د شيخ محمد يوه مدافع وکيل وويل ، هغه بند کې د ادعاشوې شکنجې پرضد د احتجاج له کبله قاضي ته له غوږ نيولو د ډډې ترڅنگ دا باور هم لري چې محکمه عادلانه نه ده .

دامريکا ددفاع وزارت مخکې ويلي وو چې هغه دا منلې چې د القاعدې لپاره د سيپتمبر د يوولسمې بريدونه يې پلان کړي وو .

خالد شيخ محمد په ٢٠٠٣ کال پاکستان کې نيول شوى وو .