اوباما اوهايو او ويرجينا کې ټاکنېز کمپاين پيل کړ

ولسمشر اوباما د نومبر ولسمشريزو ټاکنو کې د بيا ټاکل کيدو لپاره خپلې ټاکنېزې منډې ترړې اوهايو او ويرجينا کې له شورماشوره ډکو غونډو سره پيل کړي دي .

ښاغلي وباما وويل ، ترمشرتابه يې د امريکا متحده ايالتونه د اقتصادي شاته تگ نه اوس د رغيدا پر لوري درومي .

هغه خبردارى ورکړ چې جمهوريت غوښتونکى سيال ميټ رومني به هغو پاليسو ته مخه کړي چې له مخې يې په هيواد کې اقتصادي گډوډي رامنځته شوي وه .

ويرجينا کې د وينا پر مهال ، ښاغلي وباما له خلکو وغوښتل چې ترې ملاتړ وکړي.