د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې فرانسوا اولاند وګټلې

د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سوسيالست کانديد فرنسوا اولاند د فرانسۍ نوى ولسمشر ټاکلى شوى دى او نېکولا ساغکوزي ته يې ماتې ورکړې ده .

ښاغلى اولاند چې د ١٩٨٠ کلنو راهيسې لومړى سوسيال سياستوال دې چې د ولسمشرۍ انتخابونه يې گټلي ، په خپل پلرني ټاټوبي ، تولى کې د بري په وينا کې وويل " وياړ کوي چې د دې جوگه شو چې وولس ته يې بيا هيله ورکړى ده."

هغه وويل چې فرانسويانود بدلون لپاره رايې ورکړي دي . اولاند وويل مالي سپما به نوره يواځنې لاره نه وي.

هغه وويل غواړي چې د ولسمشرۍ قضاوت يې پدې اساس وي چې څنگه انصاف مهيا کوي او څنگه د فرانسۍ د ځوانانو مرسته کوي .

اولاند په انتخابي کامپېن کې ژمنه کړى چې د لویو مؤسسو مالیې به ډېرې کړي، او پر هغو شتمنو کسانو به د مالیې کچه زياته کړي چې کلنى عاید يې له یو میلیون یورو ډېر دی.