ش. وزیرستان کې اورپکو نهه پوځيان وژلي

د پاکستان ملي تلوېزیون ویلي چې په شمالي وزیرستان کې اورپکو لږترلږه نهه پوځيان وژلي دي.

دغه پوځيان میرانشا ته نژدې وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

سرچینه وايي چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې اورپکي هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ځايي خلکو ویلي چې امنیتي سرتېرو د اورپکو ځپلو په عملیاتو کې له هوايي ځواکه هم ګټه کار اخیستی دی.

میرانشاه ته نژدې سیمو کې ګرځبندیز لګېدلی دی.