کلنټن: هند دې له ايرانه د تیلو واردات کم کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن له هنده غوښتي چې پر ایران د نړیوال فشار د ملاتړ په موخه له دغه هېواد څخه د تیلو واردات کم کړي.

مېرمن کلنټن په کلکټه ښار کې وویل امریکا غواړي چې هند د ایران د اتومي پروګرام په تړاو د نړیوالو هڅو سره ملګری شي.

هند وايي په وروستیو میاشتو کې یې د ایران پر تیلو تکیه راکمه کړې ده.