چین کې بهرنیو خبریالانو د الجزیرې خبریال شړل غندلي

په چين کې بهرنيو خبريالانو له دغه هېواد نه د عربي ژبي تلويزيوني چېنل الجزيرې د انګليسي ژبې د خبريالې مليسا چن پر شړلو نيوکه کړې ده.

د بهرنيو ژورنالستان کلب د چين حکومت د ويزو په کارولو دغه حکومت د سانسور او خبريالانو په وېرولو تورن کړی دی.

بېجنګ لا په رسمي ډلې د آغلې چن د شړلو په اړه څه نه دي ويلي.

هغه له تېرو پنځو کلونو راهيسې په بېجنګ کې د الجزيرې خبرياله وه.

په بېجنګ کې د بهرنيو خبريالانو د کلب مرستيال او خبريال پېټر فورډ په دې اړه چې ولې چين هغه شړلې داسې وايي:

کلېپ:

(( د چين حکومت لا په رسمي ډول نه دي ويلي چې څه وخت به د مېليزا ويزه نوې کوي، خو موږ په دې پوهېږو چې چارواکي د چين په زندانونو کې د ځورولو د ادعاوو په تړاو د الجزيرې انګليسي برخې هغه مستند فلم په غوصه کړي په تېر نومبر کې خپور کړ.))