انټرپول د عراقي مرستیال ولسمشر د نیولو امر کړی

د جنايي جرمونو ضد نړیوالو پولیسو یا ''انټرپول'' د عراقي مرستیال ولسمشر طارق الهاشمي د نیولو امر کړی دی.

پر نوموړي د ترهګریزو فعالیتوونو او تمویل تورونه دي.

الهاشمي پرې لګول شوي تورونه رد کړي او وايي چې له خپلو وکیلانو سره غږېږي.

انټرپول په خپله ویناپاڼه کې ویلي چې د الهاشمي د نیولو نړیوال امر یې کړی دی.

انټرپول وايي نه پوهېږي چې الهاشمي دا مهال په ترکیه کې دی او که کوم بل ځای.

د طارق الهاشمي د دفتر مدیر بي بي سي ته ویلي، چې مرستیال ولسمشر دا مهال له خپلو وکیلانو سره سلامشورې کوي، او تمه ده چې ژر یوه خبري کنفرانس ته وینا وکړي.