د کندهار هوايي ډګرونو امنیتي مسؤولیت برتانوي شرکت ته وسپاره

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د کابل او کندهار هوايي ډگرونو امنيتي مسؤوليت يوۀ برتانوي امنيتي شرکت ته وسپارۀ.

تر دې مخکې دغه چارې د 'گلوبل' په نامه يوه بل نړيوال امنيتي شرکت ترسره کولې.