قزاقستان کې ترافیکي پېښې ۱۶ کسان وژلي

د قزاقستان په مرکزي برخو کې د يوې ترافيکې پېښې پر مهال شپاړس کسه وژل شوي دي.

راپورونه وايي يو مني بس موټر چې کډوال کارګر يې بار کړي وو او روسیې ته روان له يوې لارۍ سره ټکر وکړ.

هر کال ميليونونه کسان د منځنۍ اسيا له بېوزله هېوادونو نه د کار په موخه روسيې ته ځي.