هند او امریکا ترهګرۍ ضد اړیکي مضبوطوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هیلري کلنټن له پاکستان نه غوښتي دا دې يقيني کړي چې خاوره يې د هېڅ راز بريد لپاره نه کارول کېږي.

په ډيلي کې د خپل دوه ورځي سفر پر مهال مېرمن کلنټن وويل امريکا او هند د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د خپلو اړيکو مضبوطولو ته اړتيا لري.

هغې وويل واشنګټن، ډيلي ته په نړيوالو هڅو کې د يوه شريک په سترګه ګوري چې ايران پرېنږدي اتومي وسلې ترلاسه کړي.