روسي پولیسو لاریونیان له کمپه وشړل

روسي پوليسو هغه کمپ له لاريونيانو پاک کړی چې د ولسمشر ولادمير پوتين د پرانیستې مراسمو پر مهال په څو ساعتونو کې را پيدا شوي وو.

لسګونه کسان د شپې په دغه کمپ کې پراته وو او د سهار په راختو سره سلګونه يې په پلازمېنه کې د ولسمشرۍ د دفتر پر ماڼۍ ور ټول وو.

دغلته د بي بي سي خبريال وايي د لاريون پر مهال سياسي تابلوګانې نه تر سترګو کېدې او لاريونيانو يوازې ګيتار غږاوه او د بډمنټن لوبه يې کوله.

د لاريون دوه تنظيموونکي د پوليسو له لوري نيول شوي دي.