فلپین کې اور ۱۷ کسان وژلي

د فلپین د سوېل په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی، چې لږترلږه په یوه دوکان کې ویده ۱۷ کارکوونکي یې وژلي دي.

اور د چهارشنبې پر ګهيځ وختي په یوه درې- پوړیزه ودانۍ کې لګېدلی دی.

د اور قربانیانو کې ویل کېږي چې ښځینه کارکوونکې هم شته، چې د ودانۍ په یوه زېرمه کې وېدې وې.

سیمه ییزو پولیسو ویلي چې لومړی نری لوګی تر ودانۍ پورته شو او بیا تیز شو، چې ښځې له ودانۍ د وتلو لاره ونه موندله.

په اور کې لږترږله ۲۱ نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وايي چې درو کسانو له ودانۍ د ځانونو په اچولو ځانونه ژغورلي دي.

تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.