برتانیا ۹ سړي په ماشومانو د جنسي تېري په تور نیولي

په برتانيا کې نهه سړي په دې محکوم شوي چې په مانچسټر کې له ماشومانو د جنسي ګټې اخيستنې کړۍ غړي وو.

دغو سړيو نجونې، چې يوې يې ۱۳ کاله عمر درلود، د شرابو او نشه يي موادو په ورکړې د جنسي عمل لپاره چمتو کولې.

دغې قضيې د توندلاريو ښي اړخيو احتجاجونه راپارولي، ځکه چې ښکېل کسان په کې اسيايان او قربانيانې يې بيا سپين پوستې نجونې دي، خو پوليس وايي د نجونوې چمتو کونې دې پېښې تر شا توکميزې موخې نه وې.