د اوکراین مخالفه مشره روغتون ته لېږدول شوې

په اوکراین کې عیني شاهدان وايي چې مخالفه بندي مشره یولیا توموشینکو په خارکیف ښار کې روغتون ته لېږدول شوې ده.

هغه مخکې د نه خوړو اعتصاب له پای ته رسولو سره سلا شوې وه چې جرمن ډاکتران به یې درملنه کوي.

دغه کار وروسته تر هغه وشو چې چارواکو توموشینکو بهر ته له تلو منع کړه.

د یوکراین د روغتیا وزارت مرستیالې رایسا مویسینکو دا مني چې مېرمن توموشینکو د جرمني ډاکترانو تر درملنې لاندې ده:

''یولیا توموشینکو د کولچانوکس له زندان څخه د پنځم لمبر روغتون یوې مجهزې کوټې ته لېږدولې شوې ده. لېږدونه په منظم ډول ترسره شوې او له یوه نړیوال روغتیايي کمیسیون سره د موافقې له مخې د هغې درمنله د جرمني ډاکتر لوتز له خوا ترسره کیږي.''