پاکستان ته د مرستندويه ادارو خبرداری

وتلې نړیوالې مرستندویه ادارې وايي په پاکستان کې د دوی پر کارکوونکو د زیاتېدونکو بریدونو له امله په دغه هېواد کې خپل حضور ته بیا له سره کتنه کوي.

د پاکستان د بشري ډلې په نوم یوه اداره چې د نژدې پنځوس مرستندویه ادارو استازیتوب کوي ګواښنه کړې چې د نړیوالو کارکوونکو وروستۍ وژنې او یرغمل نیونې د پاکستان په جګړه ځپلو سیمو کې په میلیونونو زیان منونکو سره د مرستو رسولو بهیر ټکنی کولی شي.

دغه ډله وايي په تېرو دریو کلونو کې لږ ترلږه نولس تنه مرستندویان وژل شوي او شل نور تښتول شوي دي.