م. م. په سوريه کې د څارونکو پر کتار بريد وغانده

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون په سوريه کې د ملګرو ملتونو د څارونکو پر کتار بمي برید په سختو ټکو وغانده.

نوموړي وویل دغه راز پېښې په سوریه کې د دغه سازمان راتلونکې ګواښي.

حکومت مخالفو وسله والو پړه پر حکومت اچولې، خو حکومت له مخکې د دغه برید مسؤول مخالفین بللي دي.

بل خوا حکومتي ځواکونو د حمص پر ښار ټوله شپه د درونو وسلو ډزې کړي چې د مخالفینو په وینا په تېرو اوونیو کې تر ټولو سخته شپه بلل شوې.

دا مهال په حمص کې د ملګرو ملتونو یوولس تنه څارونکي مېشت دي چې د اوربند څارنه وکړي.