افغانستان کې د ایساف یو سرتېری وژل شوی

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي چې د هېواد په سوېل کې یې یو سرتېری د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

ایساف د وژل شوي سرتېري هویت او د وژل کېدو دقیق ځای نه دی ښودلی.

بهرني ځواکونه وايي دا سرتېری نن شنبه (مۍ ۱۲) وژل شوی دی.