پاچاعبدالله خپل یو نژدې محافظه کار سلاکار ګوښه کړی

د سعودي عربستان پاچا عبدالله خپل تر ټولو يو محافظه کار سلاکار له کاره گوښه کړى دی.

دغه سلاکار په دې وروستیو کې د هغو گامونو غندنه کړې وه چې په عامه ځايونو کې د نارينه وو او ښځو د بيلوالي په برخه کې د نرمښت راوستلو لپاره پورته شوي دي.

د سعودي دولتي خبري اژانس کوم لامل نه دی په ډاګه کړی چې ولي شیخ عبد المحسن العبيكان له دندې ګوښه شوي دی.

خو څو ورځې وړاندې نوموړي پر بانفوذه خلکو په لفظي برید کې ویلي و چې غواړي مسلمانه ټولنه ښځو ته د مقراراتو په بدلولو فساده کړي.

خو پاچا عبدالله د نرمښت راوستلو پلوي کړي ده.