امریکا بیا پر بحرین د وسلو پلورل پیلوي

امریکا پر بحرین د وسلو پلورل بیا پیلوي. پر بحرین د وسلو پلور تېرکال وروسته له هغه وځنډول شو دغلته د حکومت پرضد خونړۍ مظاهرې پیل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي پر بحرین د وسلو پلور د امریکا د ملي ګټو او بحرین د دفاع لپاره ضروري دی.

پر سواحلو د ګزمې کښتۍ او د ایف شپاړس جنګي الوتکو لپاره نوي وسایل بحرین ته چې یو شمېر امریکايي سمندري ځواکونه هم په کې دېره دي، استول شوي دي.

د بشري حقونو کمپاین کوونکو د امریکا دغه پرېکړه غندلې او وايي دا له هغه اقدام سره په مخالفت کې ده چې امریکا یې په بحرین کې د اصلاح په خاطر ترسره کوي.

په همدې حال کې امریکايي چارواکي وايي اوس هم په بحرین کې د بشري حقونو په اړه اندېښنه لري.