میت رومي د همجنس بازانو د واده مخالفت وکړ

د امريکاد ولسمشريزو ټاکنو لپاره د جمهوريت غوښتونکو احتمالي نوماند ميټ رومني د مسحيانو يوې غونډې د وينا پرمهال يو ځلې بيا دا خبره وکړه چې يوازې د يو ه سړي او يوې ښځې ترمنځ بايد واده وشي.

ښاغلي رومني د مهم ايالت ويرجينیا د خپلواکۍ پوهنتون فارغانو ته وويل چې امريکا د مسيحيت د ارزښتونو پر بنسټ رامنځ ته شوې ده.

دده دغه څرگندونې له هغې څو ورځې وروسته راځي چې ولسمشر اوباما د همجنس بازانو ترمنځ د واده ملاتړ وکړ.