عراق کې بمي بریدونو مرګ ژوبله اړولې

په عراق کې په یو شمیر بمي بریدونو کې د دغه هیواد امنیتي ځواکونه په نښه شوي چې پنځه تنه يې وژلي او ډیری نور ټپیان دي.

د غه بریدونه په فلوجه او رامادي ښارونو کې د پولیسو پر ګزمو شوي دي.

تر دې لږ وړاندې په پلازمینه بغداد کې هم یوه ځانمرګي برید ګر د پولیسو پر پوسته په ځان پوري تړلي چاودیدونکي توکي والوزول .

دا په تیره یوې میاشتې کې تر ټولو جدي پلان شوي بریدونه وه .

په اپریل کې یو لړ بمې چاودنو په ټول هیواد کې ۳۶ تنه ووژل .