ویانا کې د ایران د اتومي هڅو پر سر بیا خبرې پيل شوې

د ايران او د ملګرو ملتونو د اتومي څار اژانس استازو په ويانا کې د تهران د هستوي پروګرام پر سر د خبرو بل پړاو پيل کړی.

د دغه اژانس مشر څارونکی وايي دا ډېره مهمه ده چې ايران د ملګرو ملتونو څارونکو ته اجازه ورکړي چې خلکو، اسنادو او شکمنو ځايونو ته لاسرسی ولري.

د فبرورۍ مياشتې ناسته پرته له دې چې کومې پايلې ته ورسېږي، ناکامه شوې ده.

ايران وايي اتومي پروګرام يې د سوله ييزو مقاصدو لپاره دی، خو لويديځ يې په اړه شکمن دی.