سریلانکا کې د چاودېدونکو توکو لویه زېرمه کشف شوې

په سريلنکا کې امنيتي ځواکونه وايي له هغه راپديخوا چې درې کاله وړاندې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې د چاودېدونکو توکو تر ټولو لويه زېرمه يې کشف کړې ده.

دغه شاوخوا شپږ نيم زره کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي د جزېرې په شمال کې په هغه سيمه کې موندل شوي چې وروستۍ خونړۍ جګړې په کې وشوې.

يوه دفاعي تحليلګر د دومره لويې زيرمې د موندلو په اړه شک څرګند کړی چې څنګه کيدای شي په تېرو دريو کلونو کې دې دا ډول زېرمه نه وي موندل شوي، خو يوه بل ويلي باوري دی چې دا رېښتونې ده.