د یمن ولسمشر وايي د القاعدې ختمولو پوخ هوډ یې کړی

د يمن ولسمشر عبد ربو منصور هادي د ترهګرۍ ضد چارو کې د ولسمشر اوباما سلاکار جان برېنن ته ويلي دي چې حکومت يې په يمن کې د القاعده د جنګياليو د ختمولو لپاره پوخ هوډ لري.

د امريکا استازی داسې مهال صنعا ته سفر کوي چې د هوايي ځواک په ملاتړ د يمن حکومتي ځواکونود هغو سيمو د بېرته نيولو لپاره بريد پيل کړی چې جنګياليو لاندې کړي دي.

راپورونه وايي لږ تر لږه ۳۰ جنګيالي او شاوخوا ۱۲ حکومتي سرتېري د زنجبار ولايت شاوخوا بريد کې وژل شوي دي.

په وروستيو څو ورځو کې د امريکا بې پيلوټه الوتکو په يمن کې کابو ۱۸ ياغي جنګيالي وژلي دي.