'یونان په اروپا زون کې د ننه وساتئ'

د اروپايي زون د مالیې د وزیرانو مشر ژان کلوډ جونکر په اروپايي زون کې د یونان په ساتلو کې د وزیرانو ژمنې یو ځل بیا تکرار کړې.

ښاغلي جونکر وویل سخت لېوال دی چې یونان د اروپا په واحده سکه یورو کې پاتې شي.

هغه زیاته کړه یونان باید خپلې اقتصادي سپما او نویو تګلارو ته دوام ورکړي.

سره له دې چې ډیری رایه ورکونکو دغه تګلارې رد کړې دي.

ښاغلی جونکر وايي: ''زموږ نه بدلېدونکې لېوالتیا دا ده چې یونان په اروپايي زون کې دننه وساتو، هر څه چې زموږ په توان کې وي وبه یې نه سپموو.''

له اروپايي زون څخه د یونان وتل زموږ د ننني بحث موضوع نه وه.

په ټينګه وایم چې له یورو څخه د آتن د وتلو استدلال وړاندې نه کړ.