پاکستان وايي ناټو اکمالاتو ته لار پرانیزي

پاکستان وايي اوس ددې وخت رارسېدلی چې له امریکا او ناټو سره خپلې اړیکې روغې کړي او په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ته اکمالاتي لارې چې له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې یې تړلې دي بیا پرانیزي.

ټاکل شوې چې دغه موضوع به د سه شنبه په ورځ د پاکستان د ملکي او پوځي مشرانو په غونډه کې اعلان شي.