سوریه کې د سولې پر پلان باور په کمېدو دی

د سعودي عربستان د بهرنيو چارووزير وايي په سوریه کې د پرله پسې تاوتريخوالي په پايله کې د سولې پلان په تړاو باور په چټکۍ سره مخ پر کمېدو دی.

دغه پلان د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي کوفي عنان په نوښت رامنځ ته شوى دی.

سعودي چارواکو دا څرگندونې په داسې مهال کړې چې د سوریې د الرستن په ښار کې د امنيتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ سختې نښتې شوي، چې په پايله کې یې لږ تر لږه ٣٠ کسان وژل شوي دي.

.