څارنوالانو پرمېلادېچ تور لګولی چې د ټولوژنې شخړې تر شا و

په هاګ کې څارنوالانو د بوسنيا سربانو پر پوځي قومندان راټکو مېلادېچ تور لګولی چې په ۱۹۹۰ مو کلونو کې د دولت په څارنه او پام سره پلان شوې جګړې تر شا و.

په دې جګړه کې په بې توپیره توګه خلک وژل شوي دي.

دوی د نوموړي د محاکمې په لومړۍ ورځ ويلي جنرال مېلادېچ چې اوس ۷۰ کلن دی، خپل ځان ته داسې موخه ټاکلې وه چې غوښتل يې د سيمې ډېره برخه کې توکميزه پاکونه وکړي.

دی په ۱۹۹۵ کال په سربرېنيڅا کې له ۷ زرو زياتو مسلمانو سړيو او هلکانو د توکميزې وژنې او ټولوژنې په ګډون له ۱۱ تورنو سره مخامخ دی.

يوه قاضي وروسته له هغه چې د خلکو له منځه يو چا غږ وکړ، ګنې مېلادېچ قاتل دی، د تورن او خلکو ترمنځ د تماس خبرداری ورکړ.