یونان بیا ټاکنې کوي

یونان د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو تر وروستۍ ناکامې هڅې وروسته نوې ټاکنې کوي.

نن د هیواد ولسمشر د هغو سیاسي ګوندونوله مشرانو سره ګوري چې په دې کې پاتې راغلل چې ګډ ایتلافي حکومت رامنځ ته کړي.

لاهم د نړیوالې مرستې په بدل کې د سپما ګامونو د اخیستلو په برخه کې لوی توپير شته.