افغانستان له جرمني سره ستراتيژيک تړون لاسلیک کړ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له جرمني چارواکو سره د اوږدمهاله ستراتیژيکو تړون لاسلیک کړ.

ولسمشر کرزي پرون له یو شمېر افغان چارواکو سره پرون (سه شنبه) جرمني ته تللي او ټاکل شوې په دغه سفر کې له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل او د بهرنیو چارو او پراختیايي چارو د وزیرانو په ګډون له ځینو نورو جرمن چارواکو سره هم ګوري.

ښاغلی کرزی له جرمني متحدو ایالتونو ته ځي چې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

دا کتنه له ۲۰۱۴کال وروسته له افغانستان ځواکونو سره د نړیوالو ټولنې د مرستو په تړاو جوږیږي.