يوناني سياسي مشر پر جرمني نيوکې وکړې

په يونان کې د کيڼ اړخي ګوند مشر، چې فکر کېږي د راتلونکې مياشت په ټاکنو کې به ښې لاسته راوړنې ولري، د جرمني پر لومړۍ وزيرې (انګېلا مېرکل) تور لګولی چې پر سپما د ټينګار له لارې د خلکو ژوند په داو لگوي.

د کيڼ اړخې ټلوالې مشر الېکسېس سېپراس غواړي د حکومتي لګښتونو سترې کمونې، چې د يونان اروپايي شريکانو له لوري د لويې مالي مرستې په بدل کې تپل شوې، پای ته ورسوي.

ده بي بي سي ته وويل سپما کېدی شي د اروپا شريک پولي واحد له منځه يوسي.

خو دا ګونګوسي په زياتېدو دي، که د نوموړي ګوند ټاکنې وګتي، يونان به له يورو نه وايستل شي.