جاپان وايي برېښنا کمه وکاروئ

د جاپان حکومت پر کورنو او سوداګریزو تاسیساتو ټینګار کړی چې د بریښنا مصرف تر ١٥% پوري ټیټ کړي .

جاپان دا مهال دبریښنا له کموالي سره مخامخ دی ځکه ، د فوکوشیما د اټومي کړکیچ له امله یې ټولې ٥٠ اټومي بټۍ تړلي د ي.

دغه کړکیچ تیر کال د څونامۍ په پایله کې رامنځته شو او له همدې کبله اوس د اټومي دستګاه پر خوندیتوب د خلکو باور ټکنی شوی دی .