د سعودي او بحرين د يووالي پر ضد مظاهرې شوي

لسګونه زره بحرینیانو د پلازمینې ماناما بهر د بحرین او سعودي عربستان ترمنځ د یووالي د پلان پر ضد لاریونونه وکړل.

لاریون کوونکو له ځانه سره شعارونه لېږدول چې ویل یې بحرین د خرڅلاو لپاره نه دی، او دا چې موږ دا یووالی نه منو.

مظاهره کوونکي هغه څه په غوصه کړي وو چې دوی یې پر بحرین د لا ډیر کنټرول لرلو لپاره د سعودي عربستان هڅه بولي.

سعودي سرتیرو تیر کال د دغه ډول مظاهرو په مخنیوي کې مرسته کړې وه.

يو شمېر عام وګړي وايي د جمعې ورځي مظاهرو وښوده چې خلک د دغو دواړو هیوادونو تر منځ یووالی نه غواړي.