د ايران د اتومي پروګرام پر سر نورې خبرې کېږي

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ ادارې اعلان کړی چې د دوی مشر یوکیو امانو به د یکشنبه په ورځ تهران ته سفر وکړي.

دا سفر وروسته له هغه کیږي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرو کې د پرمختګ نښې نښانې لیدل شوي دي.

ایران وایې اټومي پروګرام یې د سوله يیزو اهدافو لپاره دی.

د اسرایلو لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو وایي شک لري چې ایران به د راتلونکې اوونۍ په پلان شویو خبرو کې چې د نړۍ د شپږو لویو صنعتي هیوادونو سره کیږي، نړۍ تیر باسي.

هغه ویلي داسې نښې نښانې نه ليدل کېږي چې د اټومي پروګرام د بندولو په برخه کې دې د ایران چمتو والی وښیې.