سوريه کې چاودنې ۷ وژلي او سل يې ټپيان کړي

د سوریې دولتي تلویزیون د دغه هیواد په ختیځ دیرایزوې ښار کې د موټر بم چاودنې خبر ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي او سل تنه نور ټپیان دي.

چارواکي وایي په دغه موټر کې پنځه سوه کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي و.

په تلویزیون کې د سیمې د ویجاړیو انځورونه ښودل شوي دي.

د حکومت یوې مخالفې ډلې د دې چاودنې پخلی کړی او وایي دا پیښه د پوځ د استخباراتو ادارې ته نژدې شوې ده.