بمي چاودنې ایټالیاوۍ زده کوونکې ووژله

د ایټالیا په جنوب کې د یوه ښوونځي د ودانۍ بهر په بمي چاودنه کې یوه نجلۍ وژل شوې او ډیری نور زده کوونکي ټپیان دي.

دغه چاودنه نن سهار ټولګیو ته د زده کوونکو له رسیدو سره سم شوې ده.

د بریندیسي په نوم د دغه ښونځي مدیر سیمه ییزه مافیایې شبکه په دې پیښه کې په لاس لرلو تورنوي.

د پیښې سیمي ته د بیړنیو خدماتي ډلو له رسیدو سره د بې نظمۍ او ګډوډۍ فضا جوړه شوې وه.