کرزی د ناټو سرمشریزې لپاره شیکاګو ته ورسید

افغان ولسمشر حامد کرزی د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره شیکاګو ته ورسید.

ټاکل شوې ولسمشر کرزی په دغه غونډه کې چې د امریکا د و لسمشر بارک اوباما په مشرۍ جوړیږي د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي .

د شیکاګو په غونډه کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د دوام د څرنګوالي په اړه پریکړه کیږي .