ن. فضایي اډې ته تلونکې سفینه بې نتیجې پاتې شوه

هغه سفینه چې د لومړي ځل لپاره د یوه امریکایې خصوصي شرکت لخوا نړیوال فضایې سټیشن ته د توکو د رسولو لپاره چمتو شوې وه بې نتیجې پاتې شوه.

په هغو څو شېبو کې چې باید دغې سفینې له فلوریدا څخه له ځمکې څخه پورته شوې وای انجنونه یې له کاره ولویدل.

په سفینه کې دننه ځای پر ځای شویو کمپیوټرونو وښودله چې په یوه انجن کې د فشار له کبله څه ستونزه رامنځته شوې ده.

ټاکل شوې وه دغه سفینه چې عمله یې نه درلوده نیم ټن خوراکي توکې او نور اړین وسایل نړیوال فضایې هډې ته ورسوي.

دا سفینه په کالیفورنیا کې د سپیس –اکس په نوم یوې کمپنۍ لخوا جوړه شوې وه.

ویل کیږي د سه شنبه په ورځ د بل پرواز لپاره به هڅي وشي.

که چېرې دغه ماموریت بریالی شي، ښایي د امریکا فضایي اداره ناسا له دغه سوداګریز سکتور سره د خپلو لا ډیرو فعالیتونو په برخه کې قراردادونه وکړي.