تایلنډيان د سور کمیسو مظاهره چیانو کلیزه لمانځي

لسګونه زرو کسان د تایلنډ په پلازمینه بنکاک کې د حکومتي ځواکونو او سور کمیسو مظاهره چیانو تر منځ د خونړیو نښتو د دویمې کلیزې دلمانځلو لپاره لارو کوڅو ته راوتلي.

ځینو ویاندویانو د هغو څه باندي نوي کسانو په اړه د عدالت غوښتنه کوله چې هغه مهال له خپلو مرکزونو څخه د ایستلو پر مهال د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول.

دغو سور کمیسو مظاهره چیانو چې تر ډیره یې په شمال ختیځ کې له لیري پرتو سیمو ملاتړ درلود ، د لیري کړای شوي لومړي وزیر تاکسین شیناوا ترا پلویان دي.

د تاکسین شیناواترا خور ینګلاک دا مهال د دغه هیواد لومړۍ وزیره ده .