د سريلنکا ولسمشر د فونسيکا د خوشې کېدو امر کړی

د سریلانکا ولسمشر مهندا راجا پاکسا د پوځ د پخواني زنداني شوي مشر سارات فونسیکا د خوشې کیدو لارښوونه کړې ده.

د ولسمشر یوه ویاند ویلي چې دغه پخوانی جنرال به د دوشنبې په ورځ د رسمیاتو تر بشپړیدو وروسته خوشې شي.

ښاغلی فونسیکا دوه کاله وړاندې هغه مهال ونیول شو چې د ولسمشر راجاپاکسا پر ضد دریدلی وو.

پخوانی پوځي مشر سارات فونسیکا هغه مهال په سريلنکا کې مشهور شو چې په ۲۰۰۹ کال کې يې تامل پړانګان مات کړل.