پاکستان پر ټويټر مشروطه بنديز لګولی

د پاکستان د عامه اړیکو چارواکي وایي دوی په دغه هېواد کې د ټویټر ټولنیزې شبکې ته د خلکو لاسرسی بند کړی دی.

دوی ېې لامل دا بولي چې دغې شبکې د هغو موضوعاتو د لرې کیدو غوښتنه رد کړې چې پر اسلام یو ډول برید ګڼل کیږي.

په دغې شبکې داسې سیالي اعلان شوې وه چې کاروونکي یې باید د اسلام د پیغمبر خیالي انځورونه پاڼه کې کیږدي، چې دا چاره د مسلمانانو له لوري کفر ګڼل کیږي.

د پاکستان د عامه اړیکو مشر محمد یاسین وایي فیس بوک د دغې سیالې په اړه د دوی اندیښنې په پام کې نیولي، خو ټویټر هغه له پامه غورځولي دي.

دی وایي دغه شبکه به هغه مهال بیرته فعالیږي چې دا موضوعات ترې لري کړای شي.

تر اوسه د فیس بوک اوټويټر دواړو له لوري په دې اړه څرګندونې نه دي شوي.