لبنان کې له مذهبي وژنې وروسته د آرامۍ غوښتنه

د لبنان لومړي وزیر په دغه هېواد کې د یوه اسلامي مذهبي مشر دوژنې وروسته د آرامۍ او بشپړې پلټنې غوښتنه کړې ده.

دغه مذهبي مشر د هېواد په شمال کې د یوې پوځي پوستې څخه د تیریدو پر مهال په ډزو ووژل شو.

د شیخ احمد عبدالوحید د وژنې د څرنګوالي په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کیږي.

دا پېښه داسي مهال شوې چې د لبنان په شمال کې د ګاونډي سوریې د حکومت د پلویانو او مخالفینو ترمنځ شخړې نورې هم ډیرې شوي دي.

د دغه مذهبي مشر یوه متحد ویلي چې هغه د لبناني سرتیرو لخوا وژل شوی دی خو پوځ دا نه مني او وایي ډزې له یوه نامعلوم لوري شوي دي.