پاکسا د فونسیکا د خوشي کېدو سپارښتنه کړې

د سریلانکا ولسمشر مهندا راجا پاکسا د پوځ د پخواني بندي مشر سیرت فونسیکا د خوشي کیدو سپارښتنه کړیده.

د ولسمشر یوه ویاند ویلي چې دغه پخوانی جنرال به د دوشنبه په ورځ (۲۱) د رسمیاتو د بشپړیدو وروسته خوشې شي.

ښاغلی فونسیکا دوه کاله وړاندې هغه مهال ونیول شو چې د ولسمشر راجاپاکسا پر ضد دریدلی وو .