''د بهرنیو پوځيانو وتلو ته پوره ژمن یو''

افغان ولسمشر حامدکرزي ويلي دي، په ٢٠١٤ کال له افغانستانه د خپلو ناټويي ملگرو د عسکرو وتلو ته پوره ژمن دى.

څنگه چې ده وويل، نه غواړي چې افغانستان دې نور په نړيوالو ټولنه کې د خپلو ملگرو د اوږو پيټى پاتې شي.

ښاغلي کرزي دارنگه وويل، افغانستان پر خپلو راتلونکو دندو او هغو اړتياوو پوهېږي چې له مخې يې د يوه سوله ييز، باثباته او پر ځان بسيا افغانستان موخه ترلاسه کېداى شي.