مکسیکو د ۴۹ کسانو د وژنې امر کوونکی نیولی

مکسيکويي پوځ وايي هغه سړى يې زنداني کړى، چې په ممکنه ډول يې تېره اوونۍ د هغو ۴۹ کسانو د بې رحمانه وژنې حکم کړى و چې ټوټه ټوټه شوي مړي يې په يوه لوى سړک کې اچول شوي وو.

د پوځ يوه وياند وويل، دانيل جيسس ايليزاندو چې په لېوني سړي شهرت لري، د نيو ليون په ولايت کې نيول شوى چېرې چې مړي موندل شوي وو.

چاراکو ويلي دي چې هغه د زيتاس د نشه يي داروگانو د بدنامې ډلې مشر دى.